د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي، په فراه کې یې د نشهيي توکو د پروسس او تولید یوه لویه کارخونه کشف کړې او سوځولې ده.
له یاد معینیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د کشف منسوبینو د فراه په بکواه ولسوالۍ کې د نشهيي توکو د پروسس او تولید یوه لویه کارخوهه کشف او له منځه وړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، په دې کارخونه کې ۸۰۰کیلوگرامه بېلابېل نشهيي توکي وو، چې ټول نشهيي توکي له منځه وړل شوي دي.
همدرانگه یاد معینیت پرون په نیمروز کې هم د نشهيي توکو یوه کارخونه کشف او سوځولې وه.: «د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت اړوند د نیمروز د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولینو په مرسته د یاد ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په پایله کې د نشهيي توکو د پروسس او تولید یوه کارخونه کشف او پر مهال يې ۱۶۰ کیلو گرامه ومان او مختلف النوع نشهيي توکي او د پروسس مواد يې په بشپړ ډول تخريب او سوځول شوي دي.»
د یاد معینیت د معلوماتو پر بنسټ، د هېواد په اتو ولایتونو کې یې ۱۹ تنه د نشهيي توکو د پلور، استعمال او لېږد په تړاو نیولي دي، چې له نیول شوو کسانو څخه ۳ کیلوگرامه چرس، ۲۹ کیلوگرامه شیشه، ۱۶۲ عدده نشهيي گولۍ، ۲۶۵۰ سيسي الکولي مشروبات او نور نشهيي توکي ترې تر لاسه شوی دي.
په هېواد کې د نشهيي توکو پر وړاندې گړندۍ مبارزه روانه ده او د روان کال په اوږدو کې زرگونه جریبه کرل شوي کوکنار او بنگو بوټي له منځه وړل شوي.