د کندهار ځايي مسوولین وايي، د کندهار په سپین‌بولدک کې د اورلگېدنې له امله د اوښتو زیانونو دقیقه څېړنه کوي او د یادې څېړنې لپاره یو پلاوی ټاکل شوی دی.

د کندهار له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د تېرې جمعې په ورځ د کندهار د سپین‌بولدک ولسوالۍ اړوند د کاکړانو منډوي کې اورلگېدنه رامنځته شوه، چې له امله په زرگونه د موټرو د سامان الاتو هټۍ پکې وسوځېدې.

د خبرپاڼې له مخې، د کندهار د والي په ځانګړې لارښوونه د بېلابېلو ادارو څخه یو گډ پلاوی ټاکل شوی، تر څو د یادې منډوي له سوداگرو سره جلا ـ جلا وگوري او د مالي زیانونو اړوند دقیق معلومات راټول کړي.:«د کندهار د والي په لارښوونه ځانگړي پلاوي ته دنده ورکړل شوې، چې معلومه کړي څومره هټۍ سوځېدلې، څومره مالي زیانونه اوښتي او څومره سوداگر زیانمن شوي دي.»

پرون د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې مشر نورالدین ترابي هم یادې سیمې ته تللی و او د یادې منډوي له زیانمن شوو هټۍ‌والو او سوداگرو سره یې د هغوی د ستونزو او غوښتنو په اړه ورسره خبرې کړې وې.

د تېرې جمعې په ورځ غرمه مهال د کندهار سپین‌بولدک ولسوالۍ وېش سیمه کې د کاکړانو په نوم د موټرونو د پرزو یوې لویې منډوي کې اورلگېدنه رامنځته شوې وه، چې د دې اورلگېدنې په څو ساعتونو کې شاوخوا ۲زره هټۍ وسوځولې او د مېلیونونو افغانیو زیان واړاوه.

تر اوسه د دې اورلگېدنې علت معلوم نه دی. ځايي هټۍ‌وال هم بېلابېلې خبرې کوي. ځینې وايي چې بېټرۍ شارټي کړې وه او څوک یې د ویلډینگ په کاروباریانو ورتپي.

د ځايي خلکو په وینا، د اورلگېدنې دوام او پراختیا یو له لویو لاملونو څخه د منډوي پخوانی جوړښت دی چې د تنگو کوڅو له امله اطفايیه ونه توانېده پر وخت د اورلگېدنې سیمې ته ورسېږي او اور و وژني.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version