د کورنیو چارو وزارت اړوند د جنايي تحقیقاتو ریاست وايي، د کابل ښار په بېلابېلو امنیتي حوزو کې یې پنځه تنه غله نیولي دي.

د یاد ریاست یو تن غړي (هندوکش‌غږ) ته وویل، چې د دغه ریاست له لوري یاد غلهٔ د کابل ښار په بېلابېلو امنیتي حوزو کې نیول شوي دي.

د ده په خبره، اوس‌مهال یاد غلهٔ د جنايي تحقیقاتو په ریاست کې دي او له خلکو یې هیله کړې، که یادو غلو ورنه کوم توکي غلا کړي وي؛ نو دغه ریاست ته دې ورشي.

په کابل کې د غلو، جنایي جرمونو، د نشه‌يي توکو او گڼې نورې مافیايي ډلې فعاله وې؛ خو اوس‌مهال د یادو ډلو د له منځه وړلو او نیولو چارې پیل شوې، چې تر دې مهاله یې گڼ غلهٔ نیول شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version