فراه ولایت ته د عامې روغتیا وزارت له لوري د ډاکټرانو استول شوې ډلې دغه ولایت کې د سترګو د څلور سوه ناروغانو درملنه کړې ده.

د ډاکټرانو دغه ډله وايي، د ناروغانو درملنه یې په لسو ورځو کې په وړیا ډول کړې ده.

په همدې حال د فراه یو شمېر اوسېدونکي وايي د اقتصادي ستونزو له امله یې د خپلو سترګو د درملنې وس نه لره.

د فراه اوسېدونکي د عامې روغتیا وزارت د دغه ګام هرکلی کوي او وايي، د اقتصادي ستونزو له امله یې د سترګو د درملنې وس نلره.

تر دې مخکې افغاني سرې میاشتې ټولنې د قطر په مالي مرسته هلمند کې په وړیا توګه د سترګو ۲۷۰ تنو ناروغانو ته عملیاتونه کړي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version