د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې د صهیونیستي رژیم هوایي ځواکونو غزې ښار کې د فلسطینۍ ورځپاڼې لیکونکې او عکاسې فاطمې حسونې پر کور هوایي برید کړی چې له امله یې نوموړې شهیده شوې ده.

سرچینه وایي د نوموړې پر کور برید نن سهار وختي شوی چې له امله یې له فاطمې سربېره د هغې د کورنۍ څو نور غړي هم شهیدان شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې دا په غزه کې ۲۱۲م خبریال دی چې د صهیونیستي رژیم د ړندو بمباریو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

غزه چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشتې له اوومې نېټې راهیسې د صهیونیستي رژیم تر بریدونو لاندې ده چې په‌کې د خبریالانو، پوهانو، طبي کارکوونکو په ګډون د بېلابېلو اقشارو سلګونه کارکوونکي شهیدان شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version