د افغانستان سرپرست حکومت، مرستیال ویاند د یوې اعلامیې په خپرولو سره د حماس اسلامي غورځنګ د نظامي څانګې د مشر محمد الضیف په شمول د څو تنو نورو مشرانو او په عموم کې د فلسطیني مقاومت ځواکونو د ټولو شهیدانو د شهادت په اړه د حماس اسلامي غورځنګ له مشرتابه، د ټولو شهیدانو له کورنیو او ټول فلسطیني ملت سره خپله ژوره خواخوږي شریکه کړې او هغوی ته یې تعزیت ویلی.

په یاده اعلامیه کې، وړاندې راغلي چې د حماس اسلامي غورځنګ دغو مشرانو د صهیونیستي اشغال پر وړاندې د خپل نه ستړي کېدونکي مقاومت یو داسې میراث پرېښود، چې د نسلونو لپاره به د عزت، زړورتیا، مقاومت، او د فلسطین د خپلواکۍ مبارزې ته د نه ماتېدونکې ژمنتیا یو مثال وي.

اعلامیه کې په ټینګار سره ویل شوي چې، د تل په څېر خپل باور یو ځل بیا تکراروو، چې جهادي مبارزې په شهادت نه کمزورې کېږي، بلکې لا پیاوړي کېږي او د خپل نهايي هدف په لور لار لنډوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version