د افغانستان د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات نن لغمان ته په رسمي سفر تللی او هلته یې د مرافعه، ښاري او نظامي محاکمو د قاضیانو، مفتیانو او محررینو په غونډه کې گډون کړی دی.
د سترې محکمې رئیس ځايي مسوولینو ته ویلي، چې د محاکمو مسوولین او منسوبین باید په ځانونو کې داسې اوصاف پيدا کړي چې له نورو خلکو سره يې څرگند توپیر موجود وي، د مراجعینو او اصحاب دعوی سره باید له پوره حوصلې څخه کار واخیستل شي؛ ځکه چې په عامو خلکو کې د هر ډول فکر او خاصیت خاوندان موجود وي؛ خو له قاضي سره نه ښايي د هغوی د چلند مطابق عکس العمل وکړي، بلکې په پوره حوصله او حکیمانه توگه به قناعت ورکوي او په داسې شکل به د حکم ابلاغ ورته کوي چې د هغه قناعت حاصل شوی وي چې په حقه دی او که په ناحقه.:
«هر یو باید کوښښ وکړئ هغه چارې چې د نظام د بهتروالي گټې پکې نغښتې وي په مسوولانه توگه ترسره کړئ، دا احساس ونه کړئ چې دا زما کار نه دی او د بل چا په تمه یې پرېږدئ.»
نوموړي قاضیانو، مفتیانو او محررینو ته ویلي، چې په خپلو چارو کې دې صداقت وکړي؛ ځکه د اسلامي نظام د پايښت لپاره دا یو اصل دی.له سترې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، لغمان ته د یاد پلاوي د سفر موخه د محاکمو چارې له نږدې څخه لیدل، د دوی اړتیاوې مشخص کول او د محاکمو په چارو کې د لا ښه والي راتلل دي.