د ازموینو ملي ادارې چارسمبالي مشر شیخ عبدالباقي حقاني د کابل طبي پوهنتون د حراحي څانگې پخواني استاد او د افغانستان د پوهنتونونو افتخاري استاد پوهاند بسم الله شیوامل په ستاینغونډه کې ویلي، چې افغان ځوانان ښه استعداد لري، دوی تر هر چا ډېر له خپل هېواد سره مینه لري؛ خو که دوی ته فرصتونه برابر شي، هیله لري چې ډېر ژر به افغانستان د سیمې هېوادونو سیال شي.

د ازموینو له ملي ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې ستاینغونډه کې بېلابېلو دولتي مسوولینو برخه اخیستې وه.

په خبرپاڼه کې د ښاغلي حقاني له قوله ویل شوي، ډېر خوښ یو، چې په طبي برخه کې یو نوی پرمختگ شوی، دا پرمختگ د افغاني ټولنې، ځوانانو، استادانو او په ځانگړې توگه د طبي برخې لپاره یو لوی ویاړ دی.:«که څه هم هره ورځ گڼ شمېر ناروغان مو د علاج لپاره گاونډيو هېوادونو ته ځي، خو د شکر ځای دی، چې اوس د هېواد دننه هم ښه مجهز روغتونونه او تکړه ډاکټران لرو، استاد پوهاند بسم الله شیوامل ته د طب په برخه کې د مډال اخیستلو مبارکي وړاندې کوو او د ده دا ویاړنه د مظلوم ملت، طب محصلینو او طب کورنۍ ټولو غړو لپاره افتخار دی، موږ ډېر خوښ یوو، چې استاد یو قیمتي مډال خپل کړ او دې سره یې ټولو افغانانو ته لوی افتخار وباښه.»

نوموړي ویلي، افغانستان د تاریخ په اوږدو کې په ښوونیز ډگر کې د سیمې په کچه یو مؤثر هېواد پاتې شوی دی، افغانستان د پخواني دوه پاچاهانو ظاهر شاه او داود خان په وخت کې د سیمې په کچه د طب، انجنیرۍ او نورو برخو کې لوی حیثیت درلود، خو کله چې دې هېواد ته اشغال راغی، جنگونه او انقلاب پیل شو، چې افغانانو روسیې سره څوارلس کاله او ورپسې امریکا سره شل کاله مبارزه وکړه، په دغو څلورو لسیزو کې زموږ د هېواد تعلیمي او تحصیلي برخې زیانمنې شوې، هغه کادرونه چې موږ له وړاندې لرل له هغوی محروم شو، د سیمې او نړۍ په کچه موږ په علمي او تحصیلي ډگرونو کې وروسته پاتې شو.:

«هغه پریشانۍ چې د تېرو اشغالونو څخه راپاتې وې اوس الحمدلله ختمې دي، اوس ښه فرصتونه لرو، چې بیا ځلې تېر حالت ته رجوع وکړو، خپل همت په کار واچوو او خپل هېواد د ژوند په هره برخه کې اباد، خود کفاء او د سیمې هېوادونو سره یې همسیال وگرځوو.»

ښاغلي حقاني ویلي: افغان ځوانان ښه استعداد لري، دوی تر بل هر چا ډېر له خپل هېواد سره مینه لري، دوی ته که فرصتونه برابر شي، امیدو لرو، چې ډېر ژر به د سیمې هېوادونو سره همسیال شو، خو که موږ له نورو بهرنیو وگړو د دې هېواد د ابادۍ طمع ولرو، چې هغوی به موږ ته دا هېواد ابادوي؛ نو دا طمع بې ځایه ده.:

«موږ په هېواد دننه او له هېواده بهر ډېری افغان کادرونه لرو، خو ولس له هغو کادرونو راضي دی، چې په سخته ورځ د دوی ترڅنگ ولاړ دي، موږ باید دې ته فکر وکړو، چې موږ د ولس په پانگه ځان یو ځای ته رسولی او اوس دا دردیدلی ولس زموږ مرستې ته اړتیا لري او په سخته کې له دوی سره ودرېدل دا زموږ او تاسې ټولو گډ مسوولیت دی.»

د لیونارډو شوایبر مډال د (۱۸۷۲) م کال راهیسې هر کال د آلمان جراحانو ټولنې له لوري د ساینسي – علمي جراحي هڅو او پرمختگونو په ترڅ کې د ځوانانو وړتیاوو د ودې او د بریالي جراحانو او غوره څېړونکو د درناوي په موخه ورکول کېږي، چې سږکال دغه مډال افغان جراح بسم الله شیوامل ته ورکړل شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version