د کورنیو چارو وزارت ویاند ویاند عبدالمتین قانع په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، ملگري ملتونه او ځینې کړۍ هڅه کوي، چې د افغانستان اوضاع ناامنه او بې‌ثباته وښيي.

نوموړي ویلي، د ملگرو ملتونو سازمان ان د نشه‌يي توکو او انسان تښتوونکو پر ضد د افغان ځواکونو مبارزه او عملیات هم د ناامنیو په نوم ثبت کړي دي.:«ملگري ملتونه دې د افغانستان واقعیتونو ته په کتو دې خپل ورکړي او د افغانستان اوسنی سوله‌ییز حالت دې ناامنه نه ښيي.»

ملگرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې ویلي وو، چې د پرو سږکال په پرتله په افغانستان کې ناامني ۵۵ سلنه زیاته شوې ده.

ښاغلي قانع په یو بل پیغام کې ویلي، چې د لوی اختر درې ورځې په ټول هېواد کې په امن کې تېرې شوې.: «زموږ عزم او اراده د ولس خدمت دی، د هېواد لوېشت لوېشت خاوره د زړورو امنيتي ځواکونو تر پوښښ لاندې ده، تر څو ستاسو د سر، مال او عزت په دفاع کې خپل اسلامي او ملي مسوولیت په حقیقي توگه سرته ورسوي.

همداراز د کورنیو چارو وزارت اړوند ټولې خدماتي څانگې د نورو خدماتي ادارو سره په همغږۍ د ولسونو د اړتیاوو او ستونزو د حل په موخه پر خپلو دندو بوخت وې.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version