د افغانستان او قزاقستان پلاویو د دوه اړخیزو غونډو په دوام په بېلابېلو پنلونو کې،د سوداګرۍ، ټرانزیټ، انرژۍ، کانونو او په یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د دواړو هېوادونو پلاویو د سوداګرۍ، ترانزیټ او حمل او نقل په پنل کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د قزاقستان له لارې د افغانستان او چین ترمنځ د ترانزیټي لارو د زیاتوالي، د حمل او نقل په سکتور کې د اسانتیا را منځ ته کولو او د ریل پټلۍ له لارې په لېږد را لېږد کې د تعرفې په کموالي خبرې شوې.

یاد وزارت زیاته کړې؛ دغه پلاویو د انرژۍ او کانونو په پنل کې د کانونو د استخراج او پروسس په برخه کې د قزاقستان د ظرفیت په تړاو او په افغانستان کې د شته امکاناتو او ګډې همکارۍ په اړه خبرې کړې.

د یاد وزارت په وینا؛ دې غونډو کې قزاقستاني پانګوالو د افغانستان په کانونو پانګونې ته چمتووالی ښودلی او افغان پلاوي قزاقستاني لوري ته بلنه ورکړې څو افغانستان کې د پانګونې شته فرصتونه وګوري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version