د پښتونخوا ایالت بنو ولایت کې د ناپېژنده موټر سايکل سپرو په ډزو کې د سي ټي ډي(CTD) پولیسو څارنوال شيرعلي خان وژل شوی او د هغه ورور او يو نږدې خپلوان ژوبل شوي دي.

د پولیسو په وینا، دغه افسر هغه مهال په ډزو ووژل شو، چې له لمونځ کولو وروسته له جومات څخه د وتلو په حال کې و.

د یادونې وړ ده چې نن بلوڅ بېلتون پال وسله والو هم د تجابان سیمه کې د پاکستان پوځيانو پر کاروان برید ترسره کړی وو، چې په ترڅ کې یې یو پوځي وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان شوي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version