‏د بلخ والي محمد یوسف وفا او د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي پرکین توکوموف پر دوه اړخیزو همکاریو، سوداګرۍ او سیمه‌ییزو ترانسپورتي دهلیزونو خبرې کړې دي.

د بلخ ولایت مقام رسنیز دفتر د خبرپاڼې له مخې، ناسته کې د بلخ والي ویلي، ا.ا منظم نظام لري او د فساد، بې عدالتیو مخنیوی شوی دی او ټینګار یې کړی، چې نړۍ ته دې د افغانستان سم انځور وړاندې شي.

ښاغلي وفا زیاته کړې، له قزاقستان سره به د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا د دواړو هېوادونو په ګټه تمامه شي.

له بل لوري د قزاقستان د ولسمشر ځانګړې استازي ویلي، د افغانستان بشپړ امنیت د قناعت وړ دی او په دې برخه کې د افغان حکومت هڅې د ستایلو دي.

هغه ویلي، قزاقستان غواړي د حیرتان بندر له لارې د وسپنې پټلۍ لاره د قزاقستان د وسپنې پټلۍ له شبکې سره ونښلوي چې د سیمې د ټرانسپورټ او سوداګرۍ دهلیزونه نور هم اسانه او چټک شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version