د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو له منځه باخبرې سرچینې وایي، د پاکستاني پلاوي بې منطقه غږېدا او سپک چلند منځګړي حیران کړي او ان تر دې چې افغان پلاوي ته یې ویلي: «له ډېرو بدو ګاونډیانو سره مو مخ دی.»

سرچینې دا هم وایي، چې پاکستاني پلاوي له ټولو ډیپلوماټیکو دودونو خلاف پر قطري منځګړو هم لفظي برید کړی ویلي یې دي، چې قطر ولې له خپلې خاورې د امریکایي ډرونونو الوتنې ته اجازه ورکوي.

د معلوماتو له مخې د پاکستاني پلاوي او د پوځي رژیم په منځ کې هم د نظر اختلاف دی داسې چې یو لوری یې ژمنې کوي خو بل یې ردوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version