قطري لیکوال محمد الباشق ویلي، چې پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم وروستی برید د امریکا د خوښې لپاره ترسره شو؛ خو په خبره یې دا کړنه د پاکستان په زیان تمامه شوه.

نوموړي پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي: «پر افغانستان د پاکستان وروستی برید د امریکا د ستراتیژیکو موخو او د واشنګټن د خوښۍ لپاره ترسره شو، تر څو د بګرام هوايي اډې د نه سپارلو سزا ورکړي. ​خو دا کړنه د پاکستان په زیان تمامه شوه.»

نوموړي زیاته کړې، پاکستان چې خپله ۸۵ فیصده تېل او شاوخوا ۳۰ فیصده ګاز له خلیج هېوادونو واردوي، اوس د روانې جګړې له امله د صادراتو د درېدو او د انرژۍ له سخت بحران سره مخ دی.

​د نوموړي په باور، اسلام‌اباد د بل لپاره په کیندلې کنده کې پخپله ولوېده او د خپلې غلطې پالیسۍ له امله یې اقتصاد د سقوط له ګواښ سره مخ دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version