د نړیوالو رسنیو د راپورونو لۀ مخې د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پیټرو د یوۀ حکم په لاسلیک سره اسرائیلو ته د ډبرو سکرو صادرات بند کړي.

کولمبیایي ولسمشر ویلي، چې د دغه بندیز موخه د نتانیاهو پر حکومت فشار راوړل دي؛ تر څو غزه کې روانه جګړه پای ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د کولمبيا ولسمشر غزه کې د اسراییلو له لوري د نسل وژنې او وحشت په غبرګون کې وېلي وو چې له صهيونيستي رژيم سره هر ډول سياسي او سوداګريزې اړيکې پرې کوو.

په غزه کې د صهيونيستي رژيم له نسل وژنې او د وحشت پيل راوروسته د کولمبيا په ګډون ګڼ شمېر هېوادونو له اسراييلو سره سیاسي تفاهم، سوداګري، او راکړه ورکړه بنده کړې او ډېری هېوادونو پرې د کلکو بنديزونو غوښتنه هم کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version