د پنجشېر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خبر ورکړی، چې د دغه ولایت له کانونو استخراج شوي اووه زره او ۴۶۴ قیراطه زمرد د ازادې داوطلبۍ له لارې په ۱۰۶ زره او ۱۰۰ امریکايي ډالرو وپلورل شول.

په خبر کې د پنجشېر ولایت مقام ویاند سیف الدین لټون له قوله راغلي، چې په دغې داوطلبۍ کې کورنیو سوداګرو ګډون کړی و.

تر دې وړاندې د پنجشېر ځایي مسئولینو ډاډ ورکړی، چې په دغه ولایت کې کاني سیمې ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې دي، چې له دې سره د خلکو د اقتصاد د لا غوړېدو هیلې ژوندۍ شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version