تېره ورځ ماښام مهال د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ اړوند د کهګدارې سیمه کې د عبدالله په نوم د شر و فساد ډلې یو تن قومندان د امنیه قومندانۍ د پولیسو لخوا هغه مهال ووژل شو، چې له سیمې څخه د تیښتې په حال کې و.

د هندوکش د معلوماتو پر اساس د وژل شوي کس جسد نن سهار د نوموړي کورنۍ ته د ورسپارلو په موخه د نهرین ولسوالۍ بازار ته انتقال شوی وو.

بل لور ته ځینو رسنیو چې له هېواده بهر د خلکو د اذهانو د خرابولو او پروپاګند د خپرولو په موخه نشرات کوي، لیکلي چې ګواکې د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې یو تن پخوانی نظامي د طالبانو لخوا وژل شوی او جسد یې د یادې ولسوالۍ په بازار کې نمایش ته ایښودل شوی و.

د بغلان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې هیڅ کوم پخوانی نظامي نه دی وژل شوی خو د شر و فساد یو تن قومندان چې غوښتل یې تخریبي اعمال ترسره کړي او د ولسونو ارامه ژوند نا ارامه کړي، د پولیسو لخوا په نښه او ووژل شو.

د مسولینو په وینا چې پولیس هیچا ته دا اجازه او موقع نه ورکوي چې د ولسونو ژوند ته ګواښ پیښ کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version