ارغوان وطنیار

نن سبا اکثره رسنیز پوښښ او د رسنیو د کمرو دوربینونه یوازې هغو دولتونو او نظامونو ته ور اوښتي دي چې ملي ثبات او ملي حاکمیتونه لري، غربي او لاسپوڅې رسنۍ په استعماري دولتونو د نقد پر ځای د هغوی د جرایمو توصیف کوي، تر هر چا یې پاک او سپیڅلي معرفي کوي، خو خپلواک نظامونه همېشه د رسنیو ټارګيټ وي، بد، ګنهګار او مجرم یې معرفي کوي همدا وجه ده چې د رسنیزو جګړو سره تل لاس او ګریوان وي.که د اقلیم بدلون او د ککړ چاپېریال په بین المللي کانفرانس کې د جانکیري باد پرې شي هېڅ خبره نشته، که د امریکا د ولسمشر بایډن پتلون وښوییږي او پمپر یې ښکاره شي هېڅ خبره نشته، خو که مولوي صاحب کبیر وطن فروشانو ته د بې ناموسانو خطاب وکړ قیامت راغی ځکه لاس پوڅي رسنۍ ښو ته بد او بدو ته ښه وایي.وطن ناموس او عزت وي څوک چې وطن خرڅوي هغه خپل ناموس او عزت خرڅوي، د وطن پلورل د شرف، عزت، غیرت او بلآخره د ناموس د پلورلو په معنا دي.ځينې شیان په هیڅ صورت د پلورلو ندي، لکه عزت، غرور، عقیده، وطن، وقار، اسلام…رسنۍ هر وخت د خپلو لاسپوڅو قصدي او عمدي تېروتنو ته علتونه او تأویلونه لټوي، ولو که دا تېروتنې له اسلام څخه خروج هم وي، تاسو رسنیز منافقت له همدې در قیاس کړﺉ کله چې اشرف غني حضرت حسن او حضرت حسین رضی الله عنهما ته د خدای زامن وویل نو یو شمېر عقیدوي خلکو د غني په دې تېروتنه نقد وکړ ځکه دا عقیدوي مسأله ده خو همدې رسنیو به د غني دې کفري الفاظو ته تأویلات او علتونه لټول، منافقو رسنیو به ویل: ولسمشر سپین ږیری شوی دی، په وطن کې بحراني او جنګي حالت دی د هغه په حواسو یې تاثیر کړی، هغه د وطن په درد دردیږي، حواس یې د وطن غم کمزوري کړي دي، کله کله یې بې اختیاره الفاظ له خولې وزي بناء هغه پدې خبرو کې معذور دی.بل ځل به ولسمشر د رکوع په ځای سجدې ته لاړ یا به د جنازې په لمانځه کې رکوع ته ورټيټ شو، اصلا یې لمونځ نه ووه زده، همدې رسنیو به یې توجیه ته دلایل تراشل، دا د ګناه تر بریده کار به یې د ولسمشر غني کاري فشار، زیات عمر، او تر شدیدو جګړو پورې ور تاړه.رسنیو به غني ته وطن دوست، بابا او دې ته ورته نورو خطاء ایستونکي او جذباتي کلمات کارول او د عام ولس اذهان به یې مغشوشول.خو اوس چې هرڅه منظم روان دي، د واک جزیرې ختمې دي، جګړې، چاپې، د ولس زهیرول، بمباردونه، زولنې، ظلمونه او وحشتونه نشته، ولس تازه د آرامۍ ساه اخیستې ده، هرې خواته په هره برخه کې د آبادۍ فعالیتونه روان دي، د دې پر ځای چې رسنۍ یې تود هر کلی وکړي خو برعکس نړۍ او همدا منافقې رسنۍ مسلسل کوښښونه کوي چې موږ محض په بې ګټې مسائلو کې مصروف کړي او زموږ پام له خپلو سترو سترو اهدافو څخه را وګرځوي، په درواغو، افراطي او بې ځایه نقدونو کوښښ کوي چې زمونږ حواس را وپاروي او په ډېرو ناچیزو مسائلو کې مو ښکیل کړي. زموږ عزم او زموږ اراده همدا ده چې دا پاکه او مغروره خاوره یو ځل بیا د عزت او دبدبې شان او عظمت ته پورته کړو، زموږ ځینې ګاونډیان اټومي طاقتونه لري خو د سر تر وېښتانو پورې په پورونو کې ډوب دي.اسلامي امارت تېره ورځ الحمد لله د جمهوریت څخه پاته هغه پور پرې کړ چې افغانستان یې د برېښنا له بابته پوروړی شوی وو.زموږ تعهد له خدای او وطن سره ښکاره او جوت دی، چې موږ د دې وطن حلالوني بچي یوو او دا مو ثابت کړي هم دي.څرنګه مو چې وطن، ناموس، خپلواکي، اسلامي او افغاني غرور د پردیو وحشي لښکرو له تاړاکه وساته نو همداسې به یې خپلواک، سر لوړی او آباد ساتو، رسنۍ دې هر څه وایي لاس یې خلاص او توره یې تېره!مونږ الحمد لله لویې لویې امپراتورۍ د تاریخ تورې کندې ته ور غورځولې دي بیا یې دا جرأت ندی کړی چې افغانستان یې بیا په رډو سترګو کتلي وي.رسنیو تل د تاریخ اتلانو ته د ترهګرو خطاب کړی، مګر تاریخ یې له اتلولیو ګردونه څنډلي او ملتونو ته یې بیرته اتلان معرفي کړي.اجیرو او بلواکو رسنیو عمر مختار رحمه الله تروریست او ترهګر معرفي کاوه، شیخ شامل رحمه الله یې ترهګر باله، حاجي مرزا علي خان ایپي فقیر یې پیری (جن) باله، دوی یې شهیدان کړل مګر ډېر وخت نه و تېر چې دوی بېرته د خپل وخت اتلان معرفي شول.تاریخ د اتلانو له مخ نقابونه لرې کوي او اتلولۍ یې ښکاره کوي.دا د تاریخ پرېکړه ده چې د هر چا اصلي څېره پټه نه پریږدي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version