د ایران تسنیم خبري اژانس د حزب الله غورځنګ د کره معلوماتو پر بنسټ خبر ورکړی، چې تېرو څلور ورځو کې ۸۴۰ صهیونیستي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې لبنان کې له تېرو څلورو ورځو راهیسې د صهیونستي پوځ ۹۰ تنه وژل شوي او ۷۵۰ تنه نور سخت ټپیان شوي دي.

یاده سرچینه په خپل راپور کې زیاتوي، چې د درنو تلفاتو ترڅنګ د صهیونیستي ځواکونو ۳۸ مراکاو ټانګونو او څلورو پوځي بلډوزرونو سربېره یې یو شمېر زغروال او هومر موټر هم په بشپړ ډول ویجاړ او لمنځه وړل شوي دي.

تسنیم خبري اژانس د حزب الله غورځنګ د راپور پر اساس دا هم وایي؛ چې حزب الله غورځنګ صهیونستي پوځیان د لبنان له ځینو سېمو څخه شاتګ ته اړ کړي او له صهیونستي ځواکونو څخه یې څخه یې ګڼ شمېر نظامي تجهیزات او وسایل هم نیولي دي.

د یادونې وړ ده چې د لبنان حزب الله غورځنګ دا مهال په لبنان کې له صهیونستي ځواګونو سره په مخامخ جګړه کې بوخت دی، چې وخت ناوخت صهیونستي لوري ته د درنې مرګ‌ژوبلې د اړولو خبرونه ورکوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version