Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»لطفاً د خلکو عزتونه د سیاسي مخالفت په توره کنده کې مه غورځوئ!
    لیکني

    لطفاً د خلکو عزتونه د سیاسي مخالفت په توره کنده کې مه غورځوئ!

    صابر افغانصابر افغان5 اکتوبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    څه موده وړاندې په بلخ ولايت کې د یوې داسې ښځې عکسونه خپاره شول، چې پر شا يې وينې او ټپونه معلومېدل او ادعا یې کوله چې د ا.ا.ا د مسؤلینو لخوا بندي، شکنجه او ځورول شوې ده.

    خو شمشاد تلویزیون داسې شواهد خپاره کړي دي، چې بلخ کې د یوې ښځې خارج ته د تګ په تمه، په ځینو مسؤلینو تورونه لګولي وو، خو اوس اعتراف کوي، چې هغه یوه توطیه او ډرامه وه، د خارج وعده ورسره شوې وه خو هغه کېس ورنه کړل شو او داسې کارونه یې پرې وکړل او اوس پښېمانه ده.

    د یادې مېرمنې د پښېمانتیا ویډیو له رسمي ادرسونو څخه خپره شوې ده، مېړه يې هم د ا.ا.ا د چارسمبالو سپیناوی او د نه بندي کېدلو پخلی یې کوي او خپله ښځه ګرمه(ملامته) بولي.

    دا چې په افغانستان کې د معرتضو مېرمنو تر شاه د چا لاس دی او کومې وعدې ورسره شوې دي، ټولې یې په بهر کې اوسېږي، د دې اعتراضاتو تر شاه همدوی ولاړې دي او له متعرضو مېرمنو سره یې د بهر ته تګ وعدې کړې وې؛ په غرب کې ناستې پروژه‌يي میرمنې د افغاني عزتمنو مېرمنو په عزتونو سودا کوي.

    لطفاً د شر او فساد لارویانو ته وایم، چې په خپلو او پردیو ناموسونو باندې خپل عقده یي او سیاسي مخالفت مه کوئ؛ دا ډېر ذلیل او لوېدلی کار دی.

    د جمهوریت په مهال یوه ډله پروژه بګیر میرمنې وې، چې د جمهوریت د ډالرو په باران کې یي د افغانستان 50% نفوس پر سر تجارت وکړ؛ د مېرمنو د حقوقو تر نامه لاندې یې د پردیو پروژې عملي کولې، اوس یې چې له خپلو بادارانو سره یوځای له دې خاورې پښې سپکې کړې دي، د نړیوالو ډونرانو په لټه کې کله یوه دروازه ټکوي، کله بله.

    تازه یې د جنسیتي آپارتاید تر عنوان لاندې یوه بله لوبه پیل کړې او غواړي له دې لارې یو ځل بیا د خلکو په سترګو کې خاورې واچوي او نړیوالو ته د اسلامي نظام تر حاکمیت لاندې ښځې مظلومې ښکاره کړي.

    خو د اسلامي امارت زعیم په لومړیو کې لا د مېرمنو د شرعي حقوقو په اړه فرمان صادر کړی دی، چې له مخې یې ښځې کولای شي د میراث حق ترلاسه کړي، په نکاح کولو کې له اجبار وساتل شي، په بدو کې له ورکولو وساتل شي او ټول شرعي حقوق ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې جمهوریت په خپله ټوله شل کلنه دوره کې د ناوړه دودونه مخه نه ده نیولې او د شرعي حق پرځای یې غربي آزادي ورکړې وه.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد امر بالمعروف او نهې عن المنکر محتسبينو کونړ کې د دوه جبري ودونو مخه نيولې
    راتلونکي مقاله سرګي لاوروف: پر اسلامي امارت دې نړیوال بندیزونه لرې شي

    مربوطه لیکنې

    ولې تجزیه غوښتنه د حل لاره نه ده؟

    19 مې 2026

    د محقق متضاد دریځونه؛ له خراساني مفکورې د ډیورنډ کرښې تر منلو

    16 مې 2026

    مقاومتي جبهې او له دیني رنګ څخه یې ګټه اخیستنه

    14 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 19 مې 2026

    امریکا له کاناډا سره خپلې دفاعي همکارۍ وځنډولې

    کاناډایي رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا جګړې وزارت (پنتاګون) له کاناډا سره خپلې دفاعي…

    د ترکیې مرسین ښار کې وسله‌وال برید ۱۲ تنو ته مرګ‌‌ژوبله اړولې

    19 مې 2026

    حزب الله د لبنان سويل کې د اسرائیلي پوځ پر پوستو اور غورځوونکي راکټي بريدونه کړي

    19 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امریکا له کاناډا سره خپلې دفاعي همکارۍ وځنډولې

    19 مې 2026

    د ترکیې مرسین ښار کې وسله‌وال برید ۱۲ تنو ته مرګ‌‌ژوبله اړولې

    19 مې 2026

    حزب الله د لبنان سويل کې د اسرائیلي پوځ پر پوستو اور غورځوونکي راکټي بريدونه کړي

    19 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،163 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،099 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،202 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.