Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»له افغانستان څخه تر غزې پورې؛ د ظلم او جنایت پر وړاندې د عدالت چیغه
    لیکني

    له افغانستان څخه تر غزې پورې؛ د ظلم او جنایت پر وړاندې د عدالت چیغه

    عمران آغاعمران آغا30 مې 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp
    له یو نیم کال څخه زیات وخت کېږي چې د فلسطین بې دفاع او مظلوم خلک، په ځانګړې توګه په غزې تړانګه کې د یو داسې رژیم د پرله‌پسې ظلم، تیري او جنایت تر اور لاندې دي چې په بشپړه بې رحمۍ او قساوت سره یې له هیڅ جنایت څخه ډډه نه ده کړې.

    صهیونیستي اشغالګر رژیم په دې موده کې د ښځو، ماشومانو او ولسي خلکو په بې رحمانه وژلو او د کورونو، مسجدونو او حیاتي زیربناوو په ویجاړولو سره، د نړۍ د سترګو پر وړاندې یو بشپړه نسل وژنه پیل کړې ده.

    اوس د لسګونه زره بې ګناه انسانانو له شهادت وروسته، غاصب صهیونیستي رژیم پریکړه کړې چې یا د غزې ټول خلک قتل‌عام کړي او یا یې له خپلو ځمکو څخه وباسي.

    د مصنوعي قحطۍ تحمیلول، د مرستندویه لارو بشپړ بندول، د اوبو، خوړو، بریښنا او درملو قطع کول، د شپې او ورځې له بمبارونو سره یوځای، ټول د دې شوم او غیر انساني پلان څرګند شواهد دي.

    دا جنایتونه نه یواځې د تش په نوم نړۍوالو اصولو او حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده چې کلونه یې شعار ورکول کېده، بلکې د همدې ارزښتونو د چوپ‌پاتې شویو او دروغجنو مدعیانو په تندي د شرم داغ هم دی.

    بې له شکه، ټول اسلامي اُمت او هر آزاد انسان په نړۍ کې، هم له ایماني او هم له وجداني پلوه مکلف دی چې د غزې د مظلومو خلکو د هر اړخیز ملاتړ په موخه خپله دیني دنده اداء کړي.

    که څه هم د افغانستان اتل او مجاهد‌پال ملت د صهیونیستي رژیم پر وړاندې د نظامي مداخلې توان نه لري، خو د دې جنایاتو پر وړاندې باید چوپ پاتې نه شي، بلکې اوس د دې وخت را رسیدلی چې په غزه کې د روانې نسل‌وژنې پر وړاندې د عدالت غوښتنې نړۍواله چیغه پورته شي.

    له همدې امله به نن د جمعې په ورځ د هېواد په ټولو ښارونو کې د صهیونیستي اشغالګر رژیم د ظلم او جنایت پر وړاندې د خښم آواز او چیغو غږ خپور شي.

    په دې توګه د دې مجاهد‌ پاله هېواد له ټولو آزادو اتباعو او احساس‌لرونکو مسلمانانو څخه غوښتنه کېږي چې په دې لوی اعتراضي خوځښت کې برخه واخلي او د غزې له مظلومو خلکو سره خپل پیوستون اعلان کړي.

    همدارنګه ټاکل شوې چې د مسجدونو امامان هم د جمعې د لمانځه په خطبو کې، په ښکاره ډول دې جنایتونو ته اشاره وکړي، مسلمانان په فلسطین کې د خپلو وروڼو له دردونکي وضعیت څخه خبر کړي او د دې دردناک حالت د پای ته رسولو لپاره خپله اعتراضي چيغه پورته کړي.

    د هېواد په ټولو مسجدونو کې به د قرآن‌کریم د ختم او د غزې د خلکو د نجات لپاره دعاګانې وشي او د بې ساري دعا په وسله به د صهیونیستي رژیم او د هغوی له متحدینو سره مبارزه وشي؛ ځکه د دعا او د زړونو د اتحاد ځواک کولی شي د ظلم د زوال او د ظالمینو د تباهۍ پیل وي.

    له همدې امله، له ټولو مسلمانانو څخه که په افغانستان کې وي او که له هېواد څخه بهر، په عاجزۍ سره غوښتنه کېږي چې په غزه کې د صهیونیستي رژیم د بې ساري جنایتونو د پای ته رسولو لپاره په دې لوی خوځښت کې فعاله برخه واخلي؛ په رښتیا چې نن غزه د ظلم پر وړاندې د جګړې لومړنی سنګر دی او که نن چوپ پاتې شو، سبا به زموږ وار وي. نو زموږ نننۍ چیغه د باطل د پرمختګ پر وړاندې یو خنډ او د اسلامي اُمت د ویښتابه لپاره یو څراغ دی.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپاکستاني طالبانو په نهه جلا بريدونو کې ۴ پاکستاني عسکر وژلي
    راتلونکي مقاله اسرائيلو د امريکا له لوري د‌ غزې د اوربند وړانديز منلی؛ حماس وايي غور پرې کوو

    مربوطه لیکنې

    د سقوط خیالي خبرتیاوې؛ د اسماعیل خان ګواښ رښتینی دی؟

    20 نوومبر 2025

    مقاومت جبهه؛ پر افغان ولس د بندیزونو ملاتړې ډله

    17 نوومبر 2025

    هېواد چا د پردیو ګټو قرباني کړ؟

    16 نوومبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 20 نوومبر 2025

    د سقوط خیالي خبرتیاوې؛ د اسماعیل خان ګواښ رښتینی دی؟

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    پاکستاني طالبانو د سړک غاړې ماين چاودنې پر مټ ۹ پوليسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    20 نوومبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سقوط خیالي خبرتیاوې؛ د اسماعیل خان ګواښ رښتینی دی؟

    20 نوومبر 2025

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    پاکستاني طالبانو د سړک غاړې ماين چاودنې پر مټ ۹ پوليسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    20 نوومبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،085 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،024 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،078 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.