په بهر کې ډېری مېشت پخواني چارواکي، سیاسیون او د بېلابېلو مخالفو ډلو او ټپلو مشران او د رهبرۍ غړي داسې محسوسوي چې په نړۍواله کچه یې نور اعتبار له لاسه وتلی او هیڅوک ورسره د ملاتړ لپاره اراده نه لري، نو له همدې کبله یې له څه مودې راهیسې په ټولنیزو رسنیو او نورو ناستو کې د خبرو او ویناوو طرز بدل شوی او له دغه حالت ناهیلي ښکاري. د دوی دا شک هغه مهال لا په یقین بدل شو کله چې په نړۍواله کچه د افغان سرپرست حکومت پرستېج لا لوړ شو، لویې ډيپلوماټبکې لاسته راوړنې یې ودرلودې او په همدې لړ کې په دې وروستیو کې لوړ پوړي امریکايي پلاوي هم د دوه اړخیزو اړیکو او خبرو لپاره کابل ته سفر وکړ.

دغه په اصطلاح سیاسیونو، د پرځېدلي جمهوریت چارواکو او د بېلابېلو مخالفو ډلو او تپلو مشرانو په افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته، په بهر کې د افغانستان او اوسني حکومت پر خلاف پراخ تبلیغاتي کمپاینونه وچلول، د مخالفتونو او مقاومتونو په نوم ډېرې شعارونه بدرګه شول او خلکو ته یې داسې ښودل چې ګواکې د بهرنیانو په مرسته به ډېر ژر په افغانستان کې جګړه پیل کړي او د دوی په باور، بېرته به د دوی او د دوی د بهرنیو ملاتړو هغه پخوانی دوران را ژوندی کړي.

دا چارواکي، سیاسیون او د مخالفو ډلو مشران چې په افغانستان کې دننه د خلکو له خوا سخت رټل شوي، دوی فکر کاوه چې په نړۍواله کچه اعتبار لري او له هغه اعتبار او بهرني ملاتړه په ګټې اخیستنې به بېرته په افغانستان کې دننه خپل اعتبار هم را خپل کړي، خو دوی خبر نه وو، چې لکه څومره چې دوی په افغانستان کې دننه بې اعتباره دي، تر هغې لا زیات په نړۍواله کچه هم بې اعتباره دي او هیڅوک چمتو نه دي چې لاس نیوی یې وکړي، که څه هم دوی له هماغه پیله له دې حالت سره مخ وو، خو دوی بیا ځانونه داسې څرګندول، چې ګواکې وضعیت د دوی په خوښه او ګټه روان دی، خو کله چې دوی دا هر څه په عمل کې ولیدل، نو اوس یې له دغه ناهیلي وضعیت څخه ګېلې پیل کړي دي.

فسادونه، اختلاس، مظالم، غصب، پردیو ګټو ته ژمنتیا، د خلکو وهل، ټکول او ان وژل هغه کارنامې دي، چې دغه سیاسیونو او د ډلو ټپلو مشرانو په خپل تېر تاریخ کې په ځان پسې ثبت کړي، نو ځکه اوس نه په افغانستان کې دننه کوم حیثیت لري او نه هم په نړۍوال مارکېټ کې؛ پر دوی شته کم او نیم باورونه هم په تېرو نږدې دریو کلونو کې بیخي ختم شول. هم افغانان او هم نړۍوال اوسنی سرپرست حکومت د افغانستان یوازینی معتبر ادرس ګڼي او د هر ډول خبرو او مسایلو لپاره ورسره ناستې، صلاح او مشهورې کوي.

همدې اوسني سرپرست حکومت د خپل ولس او نړۍوالو لپاره خپل حیثیت، خپل توان او ځواک ثابت کړی، پر ژمنو یې وفا کړې او د ولس له متن او بطنه راټوکېدلی، په تېرو نږدې دریو کلونو کې یې دا هر څه ثابت کړل، ځکه نو اوس حتی دښمن هم ورته د سیال په سترګه ګوري او د ستونزو د حل لپاره د سترو او سختو مخالفتونو باوجود پر یوه ورسره کېني. دا حالت لا پسې مخ پر وړاندې ځي، بهر مېشتي تېر چارواکي، سیاسیون او د مخالفو ډلو ټپلو مشران به خپل بایللی حیثیت لا پسې بایلي او بالاخره به واقعیتونو ته غاړه ږدي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version