د ايران د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، کابل کې د ایران سفارت سرپرست علیرضا بېګدلي له خپل خارجه وزیر عباس عراقچي سره کتلي او عراقچي له افغانستان سره پر ښو اړیکو ټينګار کړی دی.

سرچينه وايي، عراقچي زیاته کړې چې دواړه هېوادونه باید په بېلابېلو برخو کې ګډه همکاري ولري، په ځانګړې توګه هغه هوکړې په جدي توګه تعقیب شي چې د افغان وګړو د بېرته ستنېدو په اړه دي، څو د خپل هېواد په بیارغونه کې رغنده ونډه واخلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version