له شمالي وزیرستان څخه ځایي سرچینو هندوکش‌غږ ته وویل چې، د یادې ولسوالۍ په «ټنډي» سیمه کې د «ټل او میرعلي» ترمنځ پر غځیدلي سړک د پاکستاني طالبانو پر چک‌ پوسټ له برابرېدو سره سم پاکستاني پولیسو خپل موټر او وسلې پريښي او خپله تښتېدلي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، پاکستاني طالبانو ترې د تېښتې پر مهال یو پولیس ویشتلی او ټپي کړی او پاتې نور د ملکي وګړو کورونو ته پناه وړې ده.

سرچینه زیاتوي، پاکستاني طالبانو موټر ته اور اچولی او وسلې یې ترې له ځانه سره وړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version