پنځمه برخه
د مخکې تور تاریخ او موهومه راتلونکې پرتله کول
انسانان په خپلو کړنو سره پېژندل کېږي او هماغه د کاري ژوند او دندو مهم موارد یې د نورو لپاره یو کلک دلیل ګرځي چې د دې کسانو په حق کې سمه پرېکړه او قاطع فیصله وکړي، هغه مقام ته ورسوي او یا یې له خپل منزلت څخه ښکته کړي.
ځکه تل دا چلند او خبرې دي چې څهرې تلپاتې کوي، شخصیتونه تعریفوي او د هغوی منزلت د تاریخ په ښو او بدو حکایتونو کې ساتي او په پایله کې یې په یوه کټګورۍ کې ځایوي.
له دې پرته، خبرې کول، محض او تشې لویې ادعاوې کول هېڅ لګښت نه لري او هر څوک چې په خوله کې ژبه ولري، کولای شي لویې لویې ادعاوې وکړي او خپل ځان له ځمکې پورته او اسمان ته منسوب کړي.
کله چې د بغاوتګرو ژوند ته ګورو او پر تېر تور تاریخ یې مرور کوو، همدې ټکي ته رسېږو چې د رسنیو په کیمره کې د هغو ټولو ښکلو او تصنعي جلوهګیریو تر شا، تورې او کرکجنې څهرې شتون لري چې د عادي خلکو لپاره یې ترخې پېښې رامنځ ته کړي او حقوق یې ترې خوړلي وو.
له بلې خوا، اوس چې یې خپل څادرونه راټول کړل او په هغو پیسو سره چې د بیت المال او د خلکو له مالونو څخه یې کوټې ډکې کړي وې، وتښتېدل او په نورو هېوادونو کې په عیش، نوش، مستۍ او خراباتو بوخت دي، له لېرې، لېرې څخه توندې ویناوې او پوچې ادعاوې کوي او (په تبعید کې د مؤقت) حکومت د جوړولو غوښتونکي دي.
خو دا نامعلوم او تیاره راتلونکی چې د نا امیدۍ او بې باورۍ سیوری ورباندې پروت دی، چېرته کولای شي د نورو لپاره یو کلک دلیل وي او د خلکو سترګې او زړونه خړوب کړي چې بیا کږه او ناسمه لار غوره کړي!؟
مګر همدې کسانو تر هغه وخته چې په واک کې وو او د قدرت پر څوکۍ ناست وو، د ملت پر ضد یې نه وو دانګلي؟ د دولت مالونه یې د ځان لپاره ګټه او شخصي ثروت نه ګڼل؟ له قدرت څخه یې ناوړه ګټه نه اخیسته او د هر بې ګناه پر ضد یې شريرانه اقدامات نه کول!؟
اوس په همدې زاړه او زنګ وهلي طومار له تېر تور تاریخ او تیاره راتلونکي سره د هوښیارو خلکو د سرکردګۍ لپاره د پام اړولو او د دایمي حضور د اعلان په لټه کې دي او په خپلو تیاره زړونو کې داسې انګېري چې ملت لا هم په خپل جهل پابند دی او د دوی سپکې خبرې د عامه افکارو تنور ګرموي.
د همدې موخې لپاره، له بغاوت کوونکو سره د مقابلې یوه لار د همدې فکري تضادونو او د خبرو د تناقضونو په انځورولو او د دوی د تېر تور تاریخ کارنامې له تور راتلونکي سره پرتله کول دي.
په دې کار سره د بغاوت کوونکو د شومو موخو او اندېښنو عمق ته رسېدلای شو، کولای شو پرده پورته کړو او وښیو چې واقعاً د څه په لټه کې دي او د څه لپاره هڅه کوي!؟ او بیا عامه پوهاوی زیات کړو.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.