د پاکستان د طالبانو غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، د بلوچستان د قلات او مکران ولایت له خضدار ولسوالۍ څخه د مولوي یاسر په مشرۍ یو ګروپ د یاد غورځنګ له مشر مفتي ابو نورولي محسود سره بیعت کړی او ژمنه یې کړې چې د شریعت په رڼا کې به د پاکستاني طالبانو غورځنګ ټول شرعي اصول او پالیسۍ عملي کوي.
ياد غورځنګ په دغه اعلامیه کې د پاکستان حکومت پر وړاندې جنګېدونکو وسله والو ډلو ته له ياد غورځنګ سره د یوځای کېدو بلنه ورکړې.