له پښتونخوا څخه سرچينې هندوکش غږ ته وايي چې، د بنو ولايت د بکاخېل ولسوالۍ مشهور وسله وال قومندان فاتح بکاخېل، له خپلو ټولو ملګرو سره يوځای، د پاکستاني طالبانو غورځنګ له مشر مفتي نور ولي محسود سره بیعت کړی او د غورځنګ د ټولو لوایحو او پاليسيو د منلو ژمنه يې کړې ده.

په وروستيو کې د بېلابېلو وسله والو مبارزه کوونکو ګروپونو ګڼ شمېر کسان له پاکستاني طالبانو سره يوځای شول، چې په دې سره به د پاکستاني طالبانو ليکې له پخوا څو چنده پیاوړې شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version