د پاکستان د جیونیوز رسنۍ د راپور له مخې، سعودي عربستان د پاکستان په ګډون د ۱۴ هېوادونو پر وګړو د حج پر مهال د عمرې، سوداګریزو چارو او کورنیو سره د لیدلو په موخه پر وېزو لنډمهاله بندیز لګولی دی.

سرچينه وايي، سعودي عربستان د حج د مراسمو پر مهال د پاکستان، هند، بنګله دېش، مصر، اندونیزیا، عراق، نایجریا، اردن، الجزایر، سوډان، ایتوپیا، تونس او یمن وګړو ته د وېزو د ورکړې لنډمهاله بندیز لګولی دی او دا بندیز به د راتلونکي جون په نیمايي کې پای ته ورسیږي.

سرچینې زياته‌ کړې چې، د عمرې وېزه لرونکي کسان د اپرېل میاشتې تر ۱۳مې سعودي عربستان ته تلای شي.

د سعودي عربستان حکومت د لنډ مهال لپاره د وېزو د نه ورکړې مسئله په رسمي ډول د پاکستان له حکومت سره شریکه کړې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د پاکستان هغه وګړي چې د عمرې په وېزه سعودي عربستان ته تللي، لا له وړاندې خبرداری ورکول شوی، چې د روانې اپرېل میاشتې تر ۲۹مې نېټي خپل هېواد ته ستانه شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version