غزه کې د فلسطین د ملکي دفاع ادارې ویلي چې، له تېرو ۵۰ ورځو راهیسې د غزې ښار پر شمالي سیمو د صهیونیستي اسرائیلو په بریدونو کې لس زره کسان ټپیان شوي دي.

د یادې سرچینې په وینا؛ صهیونیستي اسرائیل پر ملکي وګړو د برید پر مهال له ناپېژانده وسلو څخه کار اخلي، چې له امله یې د ټپي وګړو ټپونه په اسانۍ نه رغېږي.

هېره دې نه وې چې د فلسطین پر غزې ښار د صهیونیستي اسرائیلو په بریدونو کې لسګونه زره عامو فلسطینیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او دا بریدونه لا هم دوام لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version