«اسرائیل هیوم» ورځپاڼې د جرمونو نړیوالې محکمې له قوله لیکلي چي، یادې محکمې د صهیونیستي اسرائیلو د لومړي وزیر نتنیاهو او پخواني دفاع وزیر یواف ګالنټ د نیول کېدو پر پرېکړې بیا کتنه رد کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې صهیونیستي اسرائیلو حکومت له دغه سازمان څخه غوښتي وو چې، د صهیونیستي اسرائیلو د لومړي وزیر او پخواني دفاع وزیر په اړه پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.

د یادونې وړ ده چې د جرمونو نړیوالې محکمې د نسل وژنې او جنګي جنایتونو په تور د صهیونیستي اسرائیلو د لومړي وزیر نتنیاهو او د ده پخواني دفاع وزیر یواف ګالنټ د نیولو پرېکړه کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version