افغاني سرې میاشتي ویلي، له جرمني څخه ۴۵ تنه کوچنیان چې، سخت سوځېدلي او د میکروبي هډوکو په ناروغۍ اخته وو، تر درملني وروسته هیواد ته راستانه شوي دي.
یادې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دا کوچنیان په یاد هیواد کې تر درملنې وروسته تېره ورځ بېرته خپل هېواد ته راستانه او په دې اړه ځانګړي مراسم هم ورته نیول شوي وو.
همدارنګه، سرې میاشتې ویلي چې ۸۹ نور ماشومان چې له ورته ناروغۍ سره مخ دي د درملنې لپاره جرمني ته استول شوي دي.