د پاکستاني طالبانو غورځنګ ویاند، محمد خراساني ویلي، چې د خیبر پښتونخوا له کوز دیر څخه د قومندان طلحه او قومندان شریف الله په مشرۍ دوه نور جهادي ګروپونه له یاد غورځنګ سره یوځای شوي دي.

ښاغلي خراساني په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې یادو جهادي ګروپونو د پاکستاني طالبانو غورځنګ له مشر، مفتي نورولي محسود سره په «هجرت او جهاد» بیعت کړی دی.

د یادونې ده، چې د خیبر پښتونخوا او پاکستان له بېلا بېلو سیمو تر دې وړاندې هم یو شمېر جهادي ډلې له پاکستاني طالبانو غورځنګ سره یوځای شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version