Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»له دین او هېواد سره د شر او فساد ډلې ناځوانۍ!
    لیکني

    له دین او هېواد سره د شر او فساد ډلې ناځوانۍ!

    عمران آغاعمران آغا9 اکتوبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: سلمان باور

    له لوی افت او لانجې ژغورل شوی افغانستان چې د ژوند امیدونه پکې تازه را ټوکېدلي وو؛ د چور، غلا، ظلم او بربریت مخه پکې په پوره معنی نېول شوې وه، حق حقدار ته سپارل کېدلو، د پردیو فرمایشات پکې منعه شوي وه او…

    د شر او فساد لارویان چې په چور، چپاؤل، غلا، وژنه، اختطاف، هېواد خرڅوونه، او عامه شتمنۍ لوټل چې یې روزمره کارونه وو، يو خپلواک او ټول منلی نظام کله غوښته!؟

    همدا لامل وو، چې د شر او فساد لارویان د یو ټول منلي نظام پر خلاف عملاً جګړې ته ولوېدل او داسې بې رحمه جګړه یې پیل کړه، چې د وطن بربادي او ویجاړي یې پکې خپل مسؤلیت وباله.

    کله چې په مخامخ جګړه کې پاتې راغلل، سمدلاسه یې د امریکا او ناټو تر لمنې ځانونه ورسول او تکراراً یې ترې وغوښتل چې په افغانستان دې یرغل وکړي؛ امریکا چې د همداسې یو ارزانه کرایه پوځ په لټه کې وه، په ډېره اسانۍ ور پیدا شوه.

    هغوی په یو خپلواک او ازاد افغانستان بې له کومې وجې یرغل راوړ او د وطن ټول ارزښتونه او اصلي بچیان یې تر بمونو لاندې ونیول، چې ځیني هجرت کولو ته مجبور شول او ځیني نور د بمونو او زندانونو خوراک شول.

    (یو امریکایي جنرال “ډیویډ پیټروس” لیکي: که احمد شاه مسعود په ۲۰۰۱م کال کې نه وای وژل شوی، هغه به د لویدیځ لپاره یو تر ټولو پیاوړی ملګری وای.)*

    thecipherbrief/wikipedia*

    دوی پکې د خپل ماموریت لپاره جالبې څهرې انتخاب کړې وې، چې هغوی په حقیقت کې د وحشتونو او دهشت لوی-لوی داستانونه لرل.

    دوستم چې د امریکا او ناټو لپاره د لیونیو کرایه شویو جنګسالارانو له جملې څخه و، نوموړي ته یې د سختو وحشتونو او ظلمونو د کولو لپاره پیسې ورکولې؛ دوستم په دشتې لیلې کې افغانان ژوندي په خاورو ننوېستل، په سرونو یې میخونه ورټک وهل او په قلعه جنګي کې یې، نیول شوي بندیان له یوې مخې ووژل.

    یاد وحشتونه ان د غرب محکمو هم وغندل او دوستم یې د یو جنایتکار او وحشي انسان په توګه اعلان کړ.

    د بشر د حقونو نړیوال سازمانونو د یادو پېښو د پلټنو غوښتنه وکړه، خو چا به یې پلټنه کړی وای؟ امریکا او که همدوی(د شر او فساد) لارویانو؟

    دا خاوره د شر او فساد د بچیانو کومه نادوده هېره کړي!؟ دوی خو له شوروي نیولې تر امریکایي ټول راوستل او ولس ته یې په سترګو کې د خاورو اچولو لپاره به یې ورسره کله نا کله په یو او بل څو مرمۍ وار کړې، خو نور د تجاوزګرو او د فسادیانو هدف او منهج یو وو، ځکه دواړه په افغانستان د شیطانت د حاکمولو لپاره لګیا وو/دي.

    هماغه خلک چې ځانونه یې د وطن او اسلام اصلي مدافعین ګڼل نن د هغه کفارو په غېږ کې ناست دي، چې هېواد او اسلام دواړه یې ورته په اور وسواځاوه.

    د شر او فساد لارویان د دین او افغاني جغرافيې ارزان بها تجاران دي، شریرانو د اسرائیلو صهیونیستي رژیم څخه یوه پروژه ونيوله چې پکې دا ډاډ ورکړل شوی وو، چې د افغانستان پښتنه قبیله به په کاذبو روایاتو په اسرائیلي صهیونیستي قوم پورې تړي، چې ځیني غلامانو کتابونه هم پرې ولیکل.

    دا هېواد او وګړي باید د شیطان د بنده ګانو ناولې موخې او څهرې وپېژني.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهمس عينک کې ۵ ميليارده ډالره پانګونه ۳ زره افغانانو ته د کار زمينه برابروي
    راتلونکي مقاله امريکا کې يو افغان وګړی د ولسمشرۍ ټاکنو په ورځ د بريد د پلان لرلو په تور نیول شوی

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسرائیلي…

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.