د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، له شبرغان څخه مزارشریف ښار ته د گازو د نل‌لیکې کارونه ۶۳ سلنه بشپړ شوي او پاتې کارونه به یې هم ډېر ژر بشپړ شي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، یادې نل‌لیکې ته ۶۰۹مېلیونه افغانۍ ځانگړې شوي او د ۹۵.۵ کیلومتره په اوږدوالي سره به په ۲۴ ساعتونو کې ۱.۵ مېلیونه مترمکعب گاز د لېږد وړتیا ولري.:«د دغې پروژې چارې په نړیوالو معیارونو سره د افغان انجنیرانو له خوا ترسره کېږي.

له دغو گازو څخه به په مزار شریف ښارکې د برېښنا، غضنفر پاور، د ښيښو جوړونې کارخونه او همدا راز به ترې په صنعتي پارکونو کې گټه واخیستل شي.»

په یادو کارخونو کې به گڼ شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او همدارنگه به د برېښنا، ښيښو جوړولو او په نورو ډېرو برخو کې به افغانستان پر ځان بسیا کېدو ته نږدې کړي.

اوس مهال د شبرغان د ګازو له څاه گانو څخه د ورځې ۶۵۰ زره متر مکعب گاز استخراج کېږي، چې د آقچې او شبرغان ښار کې د کورونو تر څنگ بیات پاور او برېښنا او په نور بېلابېلو برخو کې ترې گټه اخیستل کېږي.

افغانستان گڼې طبیعي شتمنۍ لري، خو په هېواد کې د پرله‌پسې جگړو او یرغلونو له امله تر اوسه کوم کار نه دی شوی.

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ او امنیت راتلو له امله اوسمهال د گڼو کانونو د استخراج چارې پیل شوي دي او زرگونه کسانو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version