نوین ساپی

غربي ټولنه او د دوی متحدین دې یوځل د هیواد دننه له مېشتو افغانانو وپوښتي، بیا دې په بېلابیلو نومونو غونډې په بېلابیلو هیوادونو کې جوړې کړي.

هغه یو متل دی چې لومړی میلمه وپوښته بیا ورته لېټۍ پخه کړه! طبعې ده چې په داسې حالاتو کې ستونزې را ولاړېږي، ځکه چې د کور والا مصرف کېږي او د میلمه د خوښې وړ خواړه نه وي تیار شوي او یا ډاکتر ترې پرهېز کړی وي.

نو غربي ټولنه هم دې ته ورته کړنه ترسره کوي، بې ځایه لګښتونه کوي، دوی دې له هیواده تښتېدلو افغانانو په خبرو قضاوت نه کوي او نه هغه تښتېدلي او غلامان په هیواد کې د ټولو مېشتو افغانانو نماینده ګي کولای شي.

که غربي ټولنه په رښتیا سره پرته له کومې موخې بشریت ته په احترام قایله وي، دوی دې یوځل له نږدو له دې شته حالته ځان خبر کړي، چې په افغانستان کې عوام، له شته ارامې فضاء څومره ډاډمن دي، څومره یې د ارام ساه اخیستې؟ څومره یې حقوق خوندي دي؟ هرڅوک په خپلو کارو بوخت دي، هیچاته د ممانعت ګوته نه ده نیول شوې او نه به ونیول شي، زه د یو افغان په صفت په غربي ټولنې غږ کوم، هغه بې ځایه لګښتونه او مصارف چې د افغانستان په تړاوو په غونډو کوئ، همدا پیسې افغانانو ته د مرستې په توګه هدیه کړئ، بلکې دا هم مکوئ، خپلې کنګل شوې شتمني یې ازاده کړئ او افغانان خپلې مخې ته پریږدئ چې اقتصاد یې پیاوړی شي، د نورو له احتیاجه ووځي!

که غربیان په رښتیا او حقیقت سره د افغانانو رښتینې مدافعین وي، نو دوی دې په افغانانو رحم وکړي، په داخلي چارو کې دې لاسوهنې نه کوي، د امن او سولې فضا دې نه اخلالوي، د افغانانو خوښي دې په غم نه بدلوي، دلته ټولې پرګنې ځانونه په شته نظام کې ویني، يو ټولګډونه او همه شموله حکومت دی، د هر قشر حقوق پکې خوندي دي؛ یوازې هغه کړیو او ډلو ټپلو ته پکې وخت نه ورکول کېږي، چې قتلونه او شوکې به یې کولې، په مظلوم او بیچاره ولسونو به یې ظلم زیاتی کتوه، د فرعونیت چارې به یې پرمخ وړلې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version