د افغانستان بانک اعلان کړی چې نن ۱۶ مېلیونه ډالر لیلاموي.

له یاد بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، نن د داوطلبۍ له لارې غواړي ۱۶مېلیونه ډالر لیلام کړي.

په خبرپاڼه کې له سوداگریزو بانکونو او د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتل شوي، که په شرایطو برابر وي په داوطلبۍ کې دې گډون وکړي.:«د داوطلبۍ گټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.»

یاد بانک ویلي، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ گټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

د افغانستان بانک نږدې هره اوونۍ د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت ساتلو په موخه مېلیونونه ډالر لیلاموي؛ څو افغانۍ د ډالرو پر وړاندې ثابته پاتې شي.تېره میاشت هم یاد بانک ۱۶ مېلیونه ډالر لیلام کړي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version