له افغان حکومت سره په ډيپلوماټیکه برخه کې د غربي هېوادونو پرله پسې لېوالتیاوو، هلته په غربي هېوادونو کې د پرځېدلي جمهوریت پر پخوانیو چارواکو، د سیاسي او قومي ګوندونو پر مشرانو او هلته مېشتو مخالفینو سختې تبې راوستې دي او د دوی د زوال، بې اغېزتوب او څنډې ته کېدو پروسه یې لا پسې ګړندۍ کړې ده. د جمهوریت له پرځېدو وروسته، افغان حکومت هڅه پیل کړه چې پر نورو برخو سربېره په ډيپلوماټیکه برخه کې هم لویې لاسته راوړنې ولري او له افغانستان بهر افغان استازولۍ بېرته افغانانو ته وسپارل شي.

د همدې هڅو په لړ کې افغان حکومت وتوانېده چې په ډېرو سختو او لومړنیو وختونو کې ‎د سیمې هېوادونو ته دا قناعت ورکړي چې په افغانستان کې خپلې ډيپلوماټیکې استازولۍ فعالې وساتي، پر دې سربېره، دغو هېوادونو ډېر ژر افغان استازولۍ، سفارتونه او قونسلګرۍ افغان لوري ته وسپارلې چې له دې ډلې یې په چین، روسیه، ایران، ازبکستان، ترکیې او قطر هېوادونو کې مېشت افغان سفارتونه او ډيپلوماټیکې استازولۍ د یادونې وړ دي. د دې لړۍ له پیل سره جوخت، ځنیو نورو عربي او سیمه‌ییزو هېوادونو کې ورته اقدام وکړ او له افغانستان سره د تعامل د ډېروالي په موخه یې یا په کابل کې خپل سفارتونه پرانیستل او یا یې هم په خپلو هېوادونو کې مېشتې افغان استازولۍ افغان لوري ته وسپارلې.

اروپايي او نورو غربي هېوادونو هغه وخت له دې کاره انکار کاوه او تر ډېره داسې برېښېدل چې د نورو فرمایشونو او اشارو ته یې سترګې نیولې وې، له همدې کبله به یې کله نا کله د هغوی د خولې شعارونه دوی هم زمزمه کول، خو په افغانستان کې چټکو پرمختګونو، سیاسي او امنیتي ثبات او د غرب له خوا جوړې شوې انزوا ماتې، غربي هېوادونه دې ته اړ کړل چې پر خپلو دریځونو له سره غور وکړي او د نورو هېوادونو په څېر دوی هم د تعامل لار غوره کړي، نو د اروپايي هېوادونو له ډلې یې ځینې په محتاطانه ډول له اوسني افغان حکومت سره تعامل ته را وړاندې شول.

دا تعامل اوس تر بل هر وخت ګړندی دی او ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دی. اوس مهال د اروپايي هېوادونو له ډلې جرمني، سویس، اتریش، هسپانیې، هالنډ او په ځینو نورو هېوادونو کې مېشتې افغان استازولۍ، سفارتونه او قونسګرۍ خو یا افغان اړخ ته سپارل شوې دي او یا هم هلته مېشتو کسانو له افغان حکومت سره ګډ کار او همکارۍ ته غاړې اېښې او منلې یې ده چې هلته به د اوسني حکومت استازولي کوي. دا لړۍ لا هم روانه ده او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې به ځينې نور هېوادونه په ډله ییزه توګه دا کار وکړي.

بلخوا، هلته مېشت د پرځېدلي جمهوریت چارواکي، د سیاسي ګوندونو او دوکانونو مشران، قومي او جنګي ټېکه داران چې په افغانستان کې یې د جمهوریت له پرځېدو وروسته دغو هېوادونو ته پناه ور وړې او وخت ناوخت له هغه ځایه د جګړو او مقاومت چیغې هم وهي، دغو خبرونو پرې سخته تبه راوستې، خپله ناکامي او بې اهمیتي یې ورته د سترګو پر وړاندې اېښې او د انزوا او څنډې ته کېدو شېبې یې اوس په خپلو سترګو ویني.

دغو کسانو د جمهوریت له پرځېدو وروسته، هلته د اوسني افغانستان او افغان حکومت پر ضد پراخ منفي تبلیغات او کمپاینونه وکړل، کله به یې بشري حقونه بهانه کول، کله به یې افغانستان نا امنه ښوده، کله به بې داعش بهانه کاوه او کله به یې یو او کله بل څه ویل. په ټوله کې د دوی هڅه دا وه چې هغه هېوادونه یو ځل بیا د ځان ملګري کړي او په افغانستان کې د جګړې اور بل کړي او که دا کار هم نه کېږي، لږ تر لږ دوی له اوسني افغان حکومت سره له تعامله راوګرځوي، خو اوس چې دوی ویني دا ټولې هڅې یې په سیند لاهو شوي، نو د اضطراب او ناکرارۍ سختې سړې تبې پرې راغلي دي.

دغه کاواکه حالت دوی او په افغانستان کې له دوی څخه د خلکو پراخ نفرت د دوی بازار سخت خراب کړی، نو ځکه اوس یوازې ټولنیزې رسنۍ ور پاتې دي او هلته هره ورځ ګیلې او درماندې کوي. دوی کله غربي هېوادونه پر غدارۍ تورنوي، کله افغانان د دوی د احسانونو (!) پر هېرولو تورونوي او کله خو بیخي ترې واک دومره پردی شي چې نورو ته مشورې ورکوي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version