امرالله صالح د لومړي مقاومت پر مهال د احمدشاه مسعود له نږدې سياسي او استخباراتي ملګرو څخه و، خو پر افغانستان له امريکايي یرغل سره سم صالح د پرځېدلي جمهوريت په امنيتي او استخباراتي برخه کې ورو ورو تر لوړو پوړيو ورسېد، چې يو وخت د پرځېدلي جمهوريت د ملي امنیت د بهرني کشف رئیس، د ملي امنیت د عمومي ریاست رئیس او آن د ولسمشر د لومړي مرستيال تر څوکۍ ورسېد، چې دا پرمختګ د داخلي سیاسي کړیو له لوري نه، بلکې د «سي آی اې» او «ایم آی ۶» له لوري د ترسره کېدونکې برنامې په چوکاټ کې ترسره شو.

امرالله صالح د جمهوريت پر مهال ځان د امريکا او نورو استخباراتي ادارو نږدې ملګری معرفي کاوه؛ د هغه پخوانی دریځ او ويناوې د دې ښکارندويي کوي چې هغه ځان د غربي اجنډاوو يوه برخه ګڼله او تل یې ټینګار پر دې ؤ چې جمهوريت تر ممکنه حده پورې وساتي، دفاع ترې وکړي او د وطن پرستۍ په تشو شعارونو ځان د افغانستان خواخوږی او مشر معرفي کړي.

د جمهوري رژیم تر پرځېدو وروسته صالح غوښتل چې ځان د نوي افغان حکومت پر ضد د يوه بدیل په توګه وښيي، خو دا چې نه يوازې د غرب له لوري د بدیل په حیث ونه پېژندل شو بلکې د غربي استخباراتي ادارو له لوري هېر او هېڅ پاملرنه ورته ونشوه، ځکه چې په شل کلن اشغال کې د غربي استخباراتي ادارو له سرمايه ګزارۍ سره سره په بشپړه توګه ناکام شو.

له نړيوالو رسنيو سره د امرالله صالح له مرکو او شننو څخه دا څرګندېده چې غواړي د غربي نړۍ د استخباراتي ادارو پام يو ځل بیا ځان ته واړوي، خو غرب نور د قضیې حل ته رسېدلی او نوی افغان حکومت د افغانستان د يوه واقعیت او واکمن په توګه مني او ورو ورو د سياسي ډيالوګ له لارې غواړي له دغه حکومت سره ديپلوماتيکې اړيکې له سره ورغوي او مخته ورسره لاړ شي.

دا چې نړيوال نظم له يوه قطبيتوب څخه څو قطبونو ته پر لاره دی او صالح چې پخوا یې ځان د غرب د ګټو ملګری معرفي کاوه، آن تر دې چې حیثیت یې پکې له لاسه ورکړ، اوس د يوه بل بديل په هڅه کې دی، ترڅو دا ځل ځان د شرق له ګټو سره تړلی وښيي؛ د دغه کار لپاره یې د غربي رسنیو پر ځای شرقي رسنیو ته ترجیح ورکړې ده او غربي رسنيو ته یې دا پېغام ورکړی چې ستاسو انحصار نور پای ته رسېدلی او لوستونکو شرقي رسنیو ته مخه کړې ده.

له دې ناهيلۍ څخه ښکاري چې په نړيوالو غربي رسنيو کې د امرالله صالح له لوري ترسره کېدونکې مرکې او شننې د يوه استخباراتي مېکانيزم په چوکاټ کې پر مخ وړل کېدې، خو اوس یې ارزښت له لاسه ورکړی او غربي استخباراتي ادارې هم نه غواړي چې ازمویل شوي څېرې يو ځل بیا امتحان کړي، نو ځکه صالح د شرقي رسنيو له لارې غواړي چې دا ځل له نورو استخباراتي ادارو سره د يارۍ تار وغځوي.

د نوي افغان حکومت له حاکميت څخه را وروسته، په لومړي ځل د نړۍ په شرق کې روسیې د افغانستان اوسنی نظام په رسمیت وپېژاند، پوتين په مسکو کې د نوي حکومت د سفیر باور لیک ومانه او په خپلو خبرو کې یې افغانستان د روسیې او سیمې لپاره مهم وباله، ځکه چې روسیه او د سیمې نورو لويو قدرتونو له افغان حکومت سره خپلې دیپلوماتیکې اړيکې خورا پراخې کړې دي او نن ورځ په سیمه کې روسیه، چین، ایران، هند او د منځنۍ آسیا هېوادونه د نوي افغان حکومت په اړه نوې محاسبه لري او د یوه «واقعیت» په توګه یې مني.

له دې کار څخه د امرالله صالح هدف دا دی چې په هر ډول وي، ځان د افغان حکومت د يوه بدیل په حیث معرفي کړي، نو ځکه یې د غربي رسنیو پر ځای شرقي رسنیو ته مخه کړې، ترڅو خپل سیاسي بګراونډ په معاصر تاريخ کې خوندي وساتي او له سیاسي مرګ څخه ځان را وګرځوي، مګر د نړۍ شرقي استخباراتي ادارې په افغانستان او سیمه کې د اوس لپاره د بديلو حکومتونو پر ځای د ثبات سیاست ته ترجیح ورکوي او نه غواړي چې د غرب له روزل شويو او استفراق شويو مهرو څخه استفاده وکړي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version