د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د زمري په ۲۴مه نېټه، افغانستان د یوه تاریخي تحول شاهد و، هغه مهال د جمهوریت وروستۍ ستنې هم ونړېدلې او اوسني حاکم حکومت کابل هم تر خپل کنټرول لاندې راوستی. د دې ستر تحول په پایله کې، د جمهوریت پخواني چارواکي، سیاسي څهرې او نظامي مشران په بېلابېلو لارو له هېواده وتښتېدل، چې دا تېښتې یې د اسد له ۲۴مې پیل، بیا د سنبلې پر ۹مه په کابل هوايي ډګر کې پای ته ورسېدلې. د پرځېدلي جمهوریت چارواکو دا تېښته د ځان ژغورنې لپاره توجیه کوله، خو په تاریخ کې د دوی دا کار د وطن‌پلورنې، خیانت او له خپلو جنایاتو څخه د تېښتې په نوم ثبتوي.

په مختلفو سیمو کې له تکتيکي شاتګ وروسته، د اشرف غني تېښته د جمهوریت د پای پیل و، هغه د زمري په ۲۴مه له څو نږدې کسانو سره یوځای، له هېواده وتښتېد او د واک خلاء یې رامنځ ته کړه. راپورونه ښيي چې نوموړی د چورلکو له لارې لومړی تاجکستان او بیا اماراتو ته وتښتېد. په غني پورې یوازې د تېښتې نه، بلکې د میلیونونو ډالرو د انتقال تورونه هم پوري شوي. د غني تېښته د جمهوري نظام رهبرۍ ته د فرار مستقیمه انګېزه وه، چې له کبله یې د نظام سقوط ګړندی شو.

د هوایي ځواک پيلوټان، تخنیک‌کاران او افسران چې د پرځېدلي جمهوریت تر ټولو مهمې دفاعي وسیلې یې پر مخ وړلې، د جمهوریت له پرځېدو سره سم وتښتېدل. د راپورونو له مخې، له ۴۰ زیاتې چورلکې او الوتکې یې ازبکستان ته وتښتولې، چې له ځان سره یې ګڼ شمېر نظامیان هم انتقال کړل. دغه الوتکې وروسته د امریکا او ازبکستان لاس ته ورغلې. د الوتکو دومره زیات شمېر تښتونې له ملي شتمنیو سره د افغان خائنینو هغه نه هېرېدونکی خیانت و، چې هیڅ کله به د ملت له حافظې ړنګ نه شي.

د پرځېدلي جمهوریت د تېښتو په لړۍ کې د زمري له ۲۴مې یو شمېر سیاسیونو او تش په نوم مشرانو له هېواده فرار ته مخه کړې وه، هغوی چې د جګړې غږ یې اوچت کړی و او نور یې تشویقول چې د سولې او تفاهم پر ځای جګړه وکړي، خپل پلویان یې هېر او د حیرتان بندر له لارې ازبکستان ته وتښتېدل؛ عبدالرشید دوستم او عطاء محمد نور چالان زغروال موټر پرېښودل او د څو موټر‌سایکل سپرو له وېرې یې تېښته وکړله. همدې چارواکو شل کاله ځانونو ته مختلف لقبونه او سترې رتبې ورکړې وې، کله چې عملي ډګر ته ووتل، د جګړې توان یې نه درلوده او بالاخره ټول شمالي ولایتونه یې خپلو مخالفینو(طالبانو) ته پرېښودل.

له نظامي چارواکو سره، سره سیاسي مشران هم د زمري له ۲۴مې څو ورځې وړاندې د وضعیت په درک کولو له هېواده ووتل، لکه صلاح‌الدین رباني، محمد محقق، یونس قانوني، محمد کریم خلیلي او ضیا مسعود چې د جمهوریت له پرځېدو وړاندې یې ځانونه د اسلام‌آباد غېږې ته ورسول. ځینې سیاسي مشران او چارواکي چې د والیانو، وزیرانو، لوی ریاستونو د رئیسانو په کچه وو، یا هم پر نورو سیاسي پوسټونو ګمارل شوي وو، د سنبلې تر ۹مې یې کابل هوايي ډګر ته ځان رساوه او تر هر چا لومړی یې هڅه کوله چې په امریکايي الوتکو کې انتقال شي. امرالله صالح، احمد مسعود او ځینې نور چارواکي بیا پنجشېر ته د مقاومت په نوم وتښتېدل، خو له لږ مقاومت وروسته تاجکستان ته وتښتېدل. دوی ځانونه د مقاومت سمبولونه معرفي کول، خو په عمل کې یې هېڅ و نه شو کړای؛ د تېښتې دې لړۍ د جمهوریت پر ټولو هغه سیاسي مشرانو او چارواکو جدي پوښتنې راولاړې کړې، چې ځانونه یې د ولس استازي معرفي کول.

دا چې دا کسان ولې دومره په بېړه وتښتېدل؟ یوازې یو دلیل لري، هغه دا چې دوی د خپلو جنایاتو، فساد، بې‌عدالتۍ او خیانتونو له کبله د ملت له قضاوت او ملت ته له حساب ورکونې څخه وېره لرله. د تښتېدلو چارواکو ډېری یې د داسې دوسیو عاملین وو چې د فساد، قومي تفرقې، غلا، وژنو او شکنجو تورونه پرې لګېدلي وو. د پخوانیو چارواکو تېښته نه یوازې یو فزیکي فرار و، بلکې له تاریخ، مسؤلیت، عدالت او قضاوت څخه تېښته وه، مګر د دوی خیانتونه، تورې څهرې او منفوري کړنې به نه تاریخ او نه افغان ملت له خپلې حافظې وباسي.

د جمهوریت د سقوط تر شا بېلابېل عوامل موجود وو، خو د جمهوري رژیم د مشرانو تېښته د دې رژیم د سقوط تر ټولو مهم عامل بللی شو. دا کسان چې ځانونه یې د وطن مشران، اصلاح‌طلبان او تکنوکراتان معرفي کول، په سختو شېبو کې یې ملت یوازې پرېښود. دوی له ملت، نظام او خپل مسؤلیت سره خیانت وکړ. که څه هم نن هغوی له هېواد بهر په ارامه ژوند کوي، خو تاریخ به هېڅکله دوی د ترسره کړو جنایتونو له کبله ونه بښي او نه به یې هېر کړي. افغان ملت ته دا پیغام پاتې شو چې حقیقي وفاداري عمل غواړي، نه شعار.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version