په افغانستان کې د ۲۰۲۱م کال د اګسټ په ٣١مه(د سنبلې ٩مه) د جمهوریت له پرځېدو سره سم، پخوانیو چارواکو هم له هېواده د تېښتې لار خپله کړه. له بده مرغه د دوی د تېرو دوو لسیزو کارنامو ته که وکتل شي، دوی د ملت او هېواد په حق کې هېڅ داسې مثبت کار نه وو کړی، چې هغو ته په کتو دې ولس او خلکو ته مخ ولري، نو یې ځکه د تېښتې لار خپله کړه او د خپلو غربي او امریکايي ملاتړو پر مټ په امریکايي الوتکو کې له هېواده وتښتېدل. د دوی تېښته خو هسې هم حتمي وه، دا یوه متوقعه مسئله وه، ځکه د دوی له ډلې یې اکثریت چارواکو بهرني تابعیتونه درلودل او په افغانستان کې د غربي پروژو د کرايي چلوونکو په توګه پاتې وو.
دوی آن هماغه د تېښتې په ورځ هم داسې منفي کړنې وکړې چې له بده مرغه افغانستان او افغان ملت ته یې جبران لا تر اوسه سخت دی. دوی د پرځېدلي جمهوریت نظامیان وهڅول چې د افغانستان ملي شتمني یا ولوټي او یا یې هم له کاره وغورځوي. په دې لړ کې دوی د افغانستان د ولس الوتکې یا بهرنیو هېوادونو ته وتښتولې، یا یې په هوايي ډګرونو کې کباړ کړې او تر څنګ یې رادار، نور حساس او غیر حساس مهم تأسیسات او وسایل له کاره وغورځول.
دوی د خپلو منفي او منفورو کارونو په دوام، د یو بل ناوړه فرهنګ ترویج ته هم کار وکړ، هغه دا چې دوی د افغانستان لوستی، متخصص، مسلکي او په کار پوه قشر ووېروه او د بهرنیانو په ملاتړ یې دوی وهڅول چې له افغانستانه ووځي. هغوی ته یې دا وېره تبلیغول، چې ګواکې له دې وروسته به یې ژوند په خطر کې وي، یا به څوک دنده نه ورکوي او یا به له نورو ستونزو سره مخ کېږي. دوی یې په همدې بهانه له هېواده تللو ته اړ او یا وهڅول، چې په پایله کې یې افغانستان له بده مرغه یوه لویه برخه مسلکي او په کار پوه کسان له لاسه ورکړل چې له څلور کلن کامیاب مزل وروسته اوس ورو ورو واپس د راتللو په حال کې دي.
خو (هغه مسلکي اشخاص چې لا نه دي راغلي او یا د راتللو په لاره کې پخواني غداران وېره ورته جوړوي) د دوی تخصص، مسلکونه او لوستونه د افغانستان له معیار او ارزښتونو سره برابر وو، خو په بهر کې اوس په دوی باندې یا ټکسي چلوي، یا په سوپرمارکیټونو او هټیو کې شاګردي کوي او یا نور له سترګو وتلي، سخت او ستړي کارونه کوي. دوی د یوې اوږدې مودې لپاره په کمپونو کې د زندانیانو په څېر ساتل کېدل، ډېری نور یې له کورنیو او بچیانو بېل کړای شول، لویې او معتبرې کورنۍ یې ورته وپاشل شوې او بالاخره د ډېپرېشن په څېر یې له سختو ناروغیو او ناخوالو سره مخ کړل. دا هر څه د هماغو چارواکو د هڅونې او له افغانستان او ولس سره د دوی د دښمنۍ پایلې وې.
له بده مرغه په بهر کې مېشت همدا چارواکي لا هم عام خلک او پاتې نوره لوستې طبقه د خپلو بهرنیو بادارانو په مرسته هڅوي چې افغانستان پرېږدي او په سختو او مرګونو لارو بهر ته لاړ شي. دا له ولس، وطن او خلکو سره د خیانت، غدارۍ او دښمنۍ اوج دی، ځکه دوی چې لا وړاندې کوم کسان ایستلي وو، له سختو کړاوونو او ربړونو سره مخ دي چې نه بېرته هېواد ته د تلو اجازه لري او نه هم هلته د دوی انساني حقونو ته درناوی کېږي، ځینې یې په هماغو بهرنیو هېوادنو کې یا ځان وژنې کوي، یا په رواني ناروغیو اخته دي او یا هم له خپل ژونده په تنګ دي.
نو په هېواد کې شته لوستې طبقه او عام افغانان باید په دې پوه شي، چې بهرني هېوادونه هغه ډول نه دي، لکه څنګه چې دوی ته ښودل کېږي، دا نمایش هسې د دوی د تېر ایستنې لپاره دام دی، چې لا له وړاندې یې په دغه دام کې زرګونه کسان راګېر او د مرګ تر پولو یې ورسول. په هېواد کې به اقتصادي یا نورې ستونزې وي، خو که دا ستونزې په بهر کې د مېشتو هېوادوالو له ستونزو سره پرتله کړو، اصلاً د پرتلې وړ نه دي. هغوی هلته د ستونزو په ډنډ کې تر ستوني غرق دي، نو په هېڅ صورت باید د تښتېدلو چارواکو په روانو تبلیغاتو او کمپاینونو فرېب ونه خوري، بلکې د دې پر ځای دې د هېواد ابادۍ ته مټې را ونغاړي، هم د ځان او هم دې د هېوادوالو د ژوند د ښه والي لپاره کار وکړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.