روسي رسنيو راپور ورکړی، چې د روسیې د بهرنۍ پوځي استخباراتي ادارې (GRU) یو لوړپوړی جنرال ولاديمير الکسييف پلازمېنه مسکو کې په خپل کور کې په ډزو ټپي شوی دی.

سرچينو ويلي، يو نا پېژندل شوی کس د مسکو په شمال لوېدیځه برخه کې د استوګنې یوې ودانۍ ته ننوتی او پر نوموړي جنرال یې څو پرلپسې ډزې کړې دي.

ويل کېږي ټپي شوی پوځي جنرال روغتون کې تر درملنې لاندې دی، خو د روغتیايي وضعیت په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

ياده دې وي، چې تر اوسه د دې برید د انګېزې او بریدګر د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version