په پرځېدلي جمهوریت کې د کډوالو وزیر نور الرحمن اخلاقي پر خپله ایکس پاڼه په یو ټویټ کې ډیورنډ فرضي کرښه، د پاکستان غربي سرحد ښودلی او په خبره یې، تر څو چې افغان حکومت د ټيټيپي او بلوڅ بېلتون پالو له ملاتړ څخه لاس وانخلي، پاکستان به له دغه سرحد څخه امنیتي اطمنان ترلاسه نکړي. اخلاقي زیاته کړې چې د افغان حکومت او پاکستان ترمنځ، د ده په خبره د سرحد، ټيټيپي او بلوڅ بېلتونپالو ملاتړ او هند سره د افغانستان اړیکې لویې ستونزې دي او امارت د دې قضیو د حل لپاره وړ ادرس نه دی.
ډیورنډ فرضي کرښه، چې د اخلاقي ترڅنګ یې مخالفي خیالي ډلې هم د رسمي سرحد په توګه یادوي، د ملتونو په کچه مسئله ده، چې هیڅکله د حکومتي مذاکراتو له لارې حل ته نه رسېږي، ټيټيپي او بلوڅ بېلتونپال د پاکستان د داخلي بحران برخه دي او کورنۍ مسئله یې ده چې هیڅ وخت په افغانستان پورې نه اړوندېږي، همدا راز له هند سره د افغانستان اړیکې د یادو هېوادونو د بهرني سیاست برخه ده، له پاکستان سره تړاو نه لري.
په همدې اساس ویلی شو، چې پاکستاني پوځي رژیم ته نږدې او واداره څېره نور الرحمن اخلاقي د بې بنسټه څرګندونو او خیالي تحلیلونو په لیکلو، غواړي د پاکستاني پوځي رژیم ګټې خوندي کړي، د پاکستاني پوځي رژیم سیاسي او نظامي ماتې پټه او دغه لوری غالب وښيي، چې دا کړنه د ټولو څرګندو واقعیتونو په خلاف ده.
