د پاکستان – افغانستان ترمنځ د تېرې میاشتې سختو نښتو او بیا درې پړاوه مذاکراتو پر مهال، د آزادۍ، مقاومت او نورو تش په نوم خیالي جبهو او ډلو غړو او مسؤلینو، په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستان مستقیم ملاتړ وکړ، پر افغانستان یې د دغه هېواد بریدونه توجیه کول او د مشروعیت لپاره یې مختلف دلایل ورته وتراشل.
په دې وروستیو کې چې د درېیم پړاو مذاکرات د پاکستاني لوري د غیر منطقي غوښتنو له کبله، د بنبست سره مخ شوه، د افغان حکومت د مخالفو ډلو مسؤلینو او غړو پر اصلي او نا پېژاندو اکاونټونو پاکستان ته وړاندیز کړی، چې دغه تش په نوم ډلو ته د یوې بلې جګړې نیابتي مأموریت ور وسپارل شي او ملاتړ ترې وشي.
دا هر څه په داسې یوه زماني مقطع کې ترسره شوي، چې پاکستان پخپله له سخت کورني بحران سره مخ دی، امنیتي ګواښونه، سیاسي بې ثباتي، اقتصادي رکود، ټولنیز فشارونه او د سیمې له هېوادونو سره خرابې اړیکې هغه څه دي چې پاکستان یې د ګړنګ غاړې ته سوق کړی.
پاکستان څنګه په داسې وخیم وضعیت کې په هغو ډلو پانګونه وکړي، چې د امریکا او ناټو له شل کلن حضور او ملاتړ سره سره یې و نشو کړای په افغانستان کې جمهوري رژیم وساتي؟ همدا راز څنګه په هغه ډلو پانګونه وکړي چې د افغان ملت په منځ کې شتون او مشروعیت و نه لري، خو د خیالي مقاومت د ملاتړ غږ اوچتوي؟ د یادو خیالي ډلو د نه ملاتړ په اړه ګڼ شمېر دلایل شته، خو پایله یې دا ده چې د یادو ډلو له خوا پر پاکستان د هېواد پلورلو سودا یوه تاریخي اشتباه ده.
تاریخ به یې په خپلو پاڼو او افغان ملت به یې په خپله حافظه کې وساتي، چې یو شمېر خیالي ډلو د خپلو شخصي او ګوندي ګټو په لالچ کې د افغانستان پر سر هر راز سودا ته غاړه ایښوده او د دې لپاره چې په افغانستان کې، د افغانانو په توسط جوړ شوي اسلامي نظام او افغان مسلمان ملت په ضد جګړه وکړي، له داسې چا سره سودا کولو ته اماده شو، چې نږدې دوه لسیزې یې د دغه هېواد د دښمنۍ په غولونکو شعارونو خپل موقف تضمیناوه.
