د پاکستان د پوځ د شریرې کړۍ اهداف له لمر څخه څرګند دي، د دې کړۍ اصلي هدف د افغانستان د اوسني پرمختګ مخنيوي، د ناامنیو ايجاد او اوسني افغان حکومت ته د ستونزو پيدا کول دي.

عاصم منیر له فتحې مخکې هم د اسلامي امارت او ټولو اسلامي خوځښتونو کلک دښمن و، له پاکستان سره مذاکرات او د تفاهم ژبه هيڅ ګټه نه لري.

د دوی په وعدو او خبرو باید اسلامي امارت خطاء نه شي. دوی د يوې پروژې چلوونکي دي، داسې يوه پروژه چې دوی په خپله د بل چا د خوښۍ لپاره پيل کړې. چاته چې دا پروژه ډالۍ کوي هغوی هم هيڅ اعتماد او باور نه پرې لري.

مجاهدين او افغانان بايد د څلورم یرغل پر وړاندې اوږدې او هر اړخیزې مبارزې ته چمتو شي او داسې تدابير ونيسي چې د نوک ځواب په سوک ورکړي او همداسې به ان شاء الله کېږي.

هغه پوځ چې د خپل ملت ټول سره او سپین یې تر خپلې خيټې لاندې کړي وي، له خپل ملت سره په جنګ بوخت دی او په تير تاريخ کې یې خپل ملت ته له ماتې او شکست پرته بل افتخار نه دی راوړی، نن د ځمکنيو عملياتو خبره کوي. دوی د هوايي عملیاتو د بندېدو او ځمکنيو عملياتو د دوام خبره کوي.

خبردار! موږ نه د هوايي عملياتو پروا لرو او نه د ځمکنيو، ته به عمليات ونکړې يوازې به خپل ځان عمليات کړې.

له دې وروسته به اطراف د اطراف، ښار د ښار او پلازمېنه د پلازمېنې په بدل کې ويشتل کېږي. موږ خپل زمريان په ځنځيرونو راتکيه کړي، که يو ځل در خوشي شول بیا به دې د جنرال یحیی خان د دور ترخې تجربې هېرې شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version