د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې سږ کال له کندهار څخه بهرنيو هېوادونو ته د وچې مېوې د صادراتو کچه ۵ زره مټريک ټنو ته رسېدلې.

سرچینې د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسئولینو له قوله لیکلي، تېرکال له کندهار څخه بهرنيو هېوادونو ته ۴.۵ زره مټريک ټنه وچه مېوه صادره شوې وه؛ چې سږکال دغه کچه ۵ زره مټريک ټنو ته رسېدلې ده.

کرنې وزارت زياتوي، اوس‌مهال له ۱۵ ډولونو زياته وچه مېوه چې له دې ډلې یې انځر، مميز، شکرپاره او بادام د هېواد له بېلابېلو ولايتونو راټولېږي او د کندهار په شوراندام کې تر بسته‌بندۍ وروسته اسیایي او اروپایي هېوادونو ته صادرېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version