خليج ټايمز راپور ورکړی، چې د سعودي عربستان مدينې منورې ښار ته نږدې د عمره کوونکو يو بس د تېلو له ټانکر سره ټکر کړي، چې په پايله کې یې لږ تر لږه ۴۲ کسان مړه شوي دي.
سرچينې وايي، ډېری مړه شوي کسان هندي اتباع دي.
پېښه په ځايي وخت د شپې شاخوا ۱ بجه د «مفریحات» سیمې ته نږدې هغه وخت رامنځته شوې، چې بس له مکې نه د مدینې پر لور روان و.
خليج ټايمز ويلي، د بس ډېری مسافر د هند د حیدرآباد اوسېدونکي وو، چې د عمرې د مراسمو له بشپړولو وروسته مدینې ته روان وو.
معلومات ښيي، چې ډېری مسافر د پېښې پر مهال ویده وو او د ټکر له امله په رامنځته شوې اورلګېدنه کې یې د ځان ژغورلو چانس ډېر کم و.
ویل کېږي چې لږ تر لږه ۱۱ ښځې او ۱۰ ماشومان هم په مړه شویو کسانو کې شامل دي.
د ژغورنې د ټیمونو په وینا، بس په بشپړه توګه سوځېدلی او د قربانیانو پېژندنه یې خورا ستونزمنه کړې ده.
راپورونه زیاتوي، چې یوازې یو کس، محمد عبدالشعیب، ژوندی پاتې شوی او روغتون ته وړل شوی؛ خو د هغه د روغتیايي حالت په اړه هم کره معلومات نشته.
