ټېلګراف ورځپاڼه وايي د برېټانیا د خارجه چارو پخوانی وزير له اوکراين سره د لويديځ د مرستو احتمالي بندولو په اړه د خبرداري په ترڅ کې ويلي، چې د امريکا له خوا د اوکراين یوازې پرېښودل به له افغانستان څخه د بایډن د بېړنۍ وتلو تکرار وي.

د ټيليګراف د راپور پر بنسټ ویلیم هایګ ویلي، چې اروپا باید د امریکا د پرېکړې په پام کې نیولو پرته د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.

همداراز هایګ وړاندې ویلي، چې ټرمپ له افغانستانه د بایډن غیر منظم وتل غندي او د بایدڼ پر ادارې سختې نیوکې کوي؛ خو که اوکراین د افغانستان په څېر بې سرنوشته پرېښودل شي، دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ناوړه پرېکړه وي.

هایګ ویلي، چې د اوکراین یوازې پرېښودل به د نورو نړیوالو شخړو په ځانګړې توګه د تایوان مسلې لپاره بدې پایلې ولري.

Leave A Reply

Exit mobile version