د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ (شنبه) له ګاونډیو هېوادونو ۴۸۸ کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۶۷۲ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
د معلوماتو له مخې، تر ټولو ډېرې ۴۵۹ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۴۷۳ تنو ته رسېږي، د ننګرهار تورخم بندر له لارې هېواد ته ستنې شوې دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ درې زره او ۱۵۶ کډوال خپلو سیمو ته لېږدول شوي او له ۶۰۲ کورنیو سره مرسته هم شوې ده.


