د نړیوالو رسنیو د راپورونو لهمخې، نن چهارشنبه سهار مهال د یمن حوثیانو یو وار بیا پر صهیونیستي اسرائیلو توغندیز برید کړی.
راپور زیاتوي چې تر دغه برید وروسته د صهیونیستي رژیم بنګوریون هوایي ډګر تړل شوی او لسګونه زره صهیونیستان په موقت ډول پټناځایونو ته لېږدول شوي دي.
له بل لوري د صهیونیستي رژیم د پوځ ویاند د دې برید په تائید سره ویلي، چې توغول شوی توغندی یې خپل هدف ته تر رسېدو وړاندې لهمنځه وړی.
د یمن حوثیان وایي، پر صهیونیستي اسرائیلو یې بریدونه د غزې په ننګه دي او تر هغې به دوام ولري تر څو یاد رژیم پر غزې بریدونه نهوي درولي.