د پاکستان پوځي رژیم چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د دغه هېواد په سند ایالت کې د چاودنې له امله لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
د یاد رژیم چارواکو ویلي، چې دغه چاودنه د پولیسو یوه مرکز ته نږدې د پټاقیو په یوه فابریکه کې رامنځته شوې.
ویل شوي، یاده فابریکه په بشپړه توګه له منځه تللې ده.
د پاکستان پوځي رژیم چارواکو تر دې مهاله د دې چاودنې د لامل په اړه نهدي ویلي.
